په هرات ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ نن (دوشنبې، د سلواغې ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې یاد ولایت کې یې د دوه ښځو په ګډون اووه کسان د “اخلاقي فساد” په تور نیولي.
په یاده اعلامیه کې راغلي، چې یاد کسان بالفعل د هرات ښار شپاړسمې امنیتې حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوي.
همداشان په اعلامیه کې یادونه شوې؛ چې یوه نیول شوې ښځه، “اخلاقي فساد” ته د ښځو په هڅونې هم تورنه ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، په افغانستان کې د اخلاقي فساد د کسانو نیول زیات شوي.
د طالبانو حکومت امر پر معروف او نهي عن المنکر وزارت د اړوند مسایلو برخه کې فعالیت کړي.