د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مزارشریف کې د دغه هېواد په کونسلګرۍ کې د ایراني دیپلوماتانو د وژل کېدو د ۲۴مې کلیزې په مناسبت د وژل شویو ډیپلوماتانو په اړه له طالبانو د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
حسین امیر عبداللهیان همداراز د پېښې د پټو اړخونو د روښانه کولو او عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
تر دې مخکې هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه رسمي اعلامیه کې د دغې پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.
په ۱۳۷۷ کال کې پر مزارشریف ښار د طالبانو له واکمن کېدو وروسته، یو شمېر وسله والو په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ او ۱۰ ایراني ډیپلوماټان او یو خبریال یې ووژل.
هغه مهال طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل او دا يې د غير مسوولو ډلو کار وبلل.