د طالبانو والي د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې اورلګېدنه شیطان پورې و تړله

لخوا Aamaj News

د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په مرادیان بالا کلي کې د اورلګېدنې درېیمې ورځې سره هم مهاله، چې لامل یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، په جوزجان کې د طالبانو د والي په تړاو یو غږیز ټیپ آماج ته په لاس ورغلی چې نوموړی په ديني طريقه د دې ولايت د ولسوالۍ چارواکو ته مشوره ورکوي.

په جوزجان کې د طالبانو والي، ملا شعیب وايي چې د اور لګېدنې ځای اوسېدونکي دې د قران کریم آیتونه ولولي، او بیا یې پر اوبو پو کړي او د استوګنې د کورونو شاوخوا ته یې واچوي. د دغه ولایت د والي په وینا «شیطان د یوې اونۍ لپاره به د استوګنې کورونو ته نه ننوځي.»

د جوزجان د مراديان بالا کلي يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دې کلي ښځې او ماشومانو عجيبه او نا اشنا مخلوقات یې ليدلي چې کورونو ته اور وراچوي.

دغه اورلګېدنه (سه شنبه، زمرې ١٨) تر غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په مرادیان بالا کلي کې پیل شوې او د سیمې اوسېدونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته، خو د دې اورلګېدنې په پایله کې تر اوسه د استوګنې ۵۷ کورونه په بشپړه یا جزيي توګه ویجاړ شوي دي.

له بلي خوا د مرادان بالا د کلي د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کورنۍ خپل کورونه پرېښي او په باغونو او ګاونډیو کلیو کې بې ځایه شوي دي.

د طالبانو مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول نظر نه دی څرګند کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ