د طالبانو لاس ته د افغانستان له سقوط یو کال وروسته، د افغانستان تښتېدلی ولسمشر، محمد اشرف غني د «اې بي ان» په نوم له یوې نوې جوړې شوې رسنۍ سره چې ویل کیږي د حمد الله محب لخوا جوړه شوې ده، مخامخ خبرې کړي دي او ادعا یې کړې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې لا هم د افغانستان ولسمشر دی.
د تښتېدلي ولسمشر خبرې توند غبرګونونه راپارولي دي. پخوانی ډیپلومات مالک قریشي ویلی: «څه بې غیرته انسان دی.» هغه زیاته کړې، اشرف غني د دې پر ځای له افغانانو بښنه وغواړي چې د طالبانو په لاس یې وسوځول، له ښځو او ځوانانو ګیله لري.
ښاغلي قریشي زیاته کړې: «زرګونه ځوانان د هېواد د دفاع لپاره شهیدان شول، په سلګونو زره کسان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول او هلته یې سپکاوی کېږي، ایا دوی ملامت دي؟ شرم نه لرې.»
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، نصیر احمد فایق په یوه ټویټ کې لیکلي: اشرف غني باید د افغانستان له ټولو خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو، ځوانانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د شهیدانو له کورنیو بخښنه غوښتی وای، خو دا کار یې ونه کړ.
هغه زیاته کړې چې غني هڅه وکړه چې ځان ملامت ونه ګڼي او لا هم یې په عوام فریبو شعارونو او الفاظو ټینګار وکړ چې نه یې باور په درلود او نه یې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال پرې عمل وکړ.
خبریال، امیر سلطان زاده ویلی د اوکراین له ولسمشر، ولاذیمیر زلینسکي سره د اشرف غني پرتله کول ټوکو ته ورته دی.
نوموړی په ډاګه کړی: «زلينسکي د مقاومت او درېدو سمبول دى، د روسيې پوځ يې پر ګونډو کړ او د روسيې برم يې مات کړ، خو غني پخپلو لاسونو خپل وطن دښمن ته ورکړ.»
له بلې خوا احمد پنجشیري د ټویټر یو کاروونکی په خپل ټویټ کې لیکلی: “زه د ترهګر جنرال مبین او اشرف غني احمدزي په خبرو کې کوم توپیر نه وینم، دواړو یوه ژبه او یو شان ادب له ډېر تعصبه خپلي عقدې د غیر پښتون توکمونو په وړاندې کاروي.
خبریالې فرحناز فروتن هم دې خبرو ته غبرګون ښودلی او لیکلی یې دی: «د غلو په شان د بل هېواد په پناه ځای کې واوسئ، ټوله نړۍ درباندې خط کش کړي، په خپله تېښته ځان او ټول ملت و شرموې، او بیا د غلا او د ملت په پیسو تلویزیون جوړ کړې، او بیا راسې یو نیم ساعت خبري هم وکړې.»
آغلې فروتن زیاته کړې: «نوش جان دې سه بابا، په دا وجدان او په دا سترګو.»
دا غبرګونونه په داسې حال کې کیږي چې اشرف غني له تېښتې او تبعید یو کال وروسته ویلی: «زه د خلکو خدمتګار وم او هېڅکله مې په لقبونو تکیه نه وه کړې.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له هېواده د غني په تېښتې سره، طالبانو کابل ته ننوتل او حکومت یې ړنګ شو.