بدخشان ولایت کې سیمهییز طالب چارواکي وایي چې د مقاومت جبهې درې غړي په راغستان ولسوالۍ کې د یادې ډلې په کمین کې وژل شوي.
په ورته وخت کې له مقاومت جبهې څخه سرچینې د یاد خبر په تایید کولو سره وایي چې د یادې نښتې په پایله کې دوه طالب جنګیالي هم وژل شوي.
سرچینې د درې وژل شویو مقاومت کوونکو له ډلې د دوه تنو هویت د عبدالهادي او محمد ایوب په نومونو شریک کړی او زیاته کړې یې ده چې د دوی د پخواني حکومت پوځي برخه کې دنده ترسره کوله.
همداشان د سرچینو په وینا، طالبانو درېیم مقاومت کوونکی په ټپي حالت کې نیولی او بیا یې په ډزو وژلی.
دا په داسې حال کې ده چې اندراب کې پر طالبانو د مقاومت کوونکو د تېرې شپې د کمین په پایله کې، طالبانو ته سخته مرګژوبله واوښته او په پایله کې یې ۱۸ تنه طالبان مړه او ووژل شول.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Information on that Topic: aamajnews24.com/ps/badakhshan-25/ […]