افغانستان د نړۍ تر ټولو ناخوښ هېواد ځای خپل کړ

لخوا Aamaj News

ګالوپ نړیوالې موسسې په خپله نوې نظر سنجونه کې خبر ورکړی چې افغانستان کې د ۴۰ کلنې کورنۍ جګړې دوام دا هېواد د نړۍ تر ټولو ناخوښ هېواد باندې بدل کړی دی.

دا ارزونه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان وګړي له لسیزو را په دېخوا له جګړې، بېوزلۍ او لوږې سره لاس او ګریوان دي.

له دې ارزونې پرته افغانستان تېر کال هم په بېلابېلو نورو څېړنو کې د نړۍ تر ټولو ناخوښ هېواد ځای خپل کړی وو.

د یاد راپور پر بنسټ، د فنلنډ، ډنمارک، سویس، آیسلنډ، هالنډ، ناروې، سویډن، لوکزامبورګ او نیوزیلنډ په ترتیب سره نړۍ تر ټولو خوښ هېوادونو تر نهم ځای پورې ځای لري.

په دې نوملړ کې له افغانستان وروسته دې لبنان، زمبابوې، رواندا، بوتسوانا، لیسوتو، سېرا، لیوني او تانزانیا په ترتیب سره د ناخوښ هېوادونو څخه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ