پاکستان کې د بریدونو ډېرښت؛ تېره یوه میاشت کې ۳۸۸ مړه او ټپیان شوي

لخوا Aamaj News

د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو انسټېټیوټ یو راپور کې ویلي، چې روان میلادي کال جنوري میاشت په دې هېواد کې، ۱۳۴ تنه مړه او ۲۵۴ تنه ټپیان شوي دي.

دې انسټېټیوټ د سږ کال جنوري میاشت د ۲۰۱۸ کال جولای څخه وروسته مرګونې بللې ده، چې په هغې کې ۱۴۹ تنه یو ځان‌مرګي برید کې وژل شوي وو.

د پاکستان امنیت او شخړو د مطالعاتو انسټېټیوټ د راپور پر بنسټ، د خیبر پښتونخواه ایالت تر بل ایالت ډېر د جنګیالیو بریدونو سره مخ وو.

ویل کېږي، چې د خیبر پښتونخوا پولیس د جنګیالیو اصلي موخه وو او دوی د دې ایالت لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، بڼو، چارسده او صوابي سیمو سربېره بېلابېلو سیمو کې پرې بریدونه شوي.

د پېښور یو جومات وروستي برید کې ۱۰۰ تنه ووژل شول ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول. ډېری قربانیان د پولیسو افسران دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Создать бесплатную учетную запись May 11, 2024 - 1:02 am

Your point of view caught my eye and was very interesting. Thanks. I have a question for you.

ځواب

یو نظر پریږدئ