امیري: کانکور آزموینه کې د نجونو د ګډون مخنیوی نه اسلامي دی او نه کلتوری

لخوا Aamaj News

د افغانستان ښځو او بشر حقونو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان او همداشان د افغانستان خلکو د ښځو او نجونو د زده‌کړو په وړاندې د طالبانو «ظالمانه» کړنې رد کړې دي.

رینا امیري نن (چهارشنبه د سلواغې ۱۲مه) د خصوصي پوهنتونونو کانکور آزموینه کې د نجونو د ګډون منع کېدو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې اړوند د یوناما د ټوېټ بیا خپرولو سره ویلي، چې دا کړنه نه «اسلامي» ده او نه هم «کلتوري».

د افغانستان ښځو او بشر حقونو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې ده، چې طالبان د افغانستان لوی استعدادونو ساه بندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو له زده‌کړو څخه د طالبانو د مخنیوي په دوام، د دې ډلې لوړو زده‌کړو وزارت خصوصي پوهړتونونو او خصوصي تحصیلي موسساتو ته یو مکتوب کې امر کړی دی، چې ښځینه زده‌کړیالانې جذب نه کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ