د ذکریا اصولي خپلوان: د پینځو ورځو تېرېدو سره یې لاهم برخلیک نامالوم دی

لخوا Aamaj News

د لیکوال او څېړونکي ذکریا اصولي خپلوان وایي، چې لا هم د نوموړي له برخلیک خبر نشته.

یو له خپلوانو یې آماج ته وایي، چې نوموړی طالبانو پینځه ورځې وړاندې نیولی او برخلیک یې خبر نشته.

اصولي ډېری کلتوري فعالیتونه درلودل.

ذکریا اصولي په اصل کې د پنجشېر اوسېدونکی دی.

نوموړي د تېر حکومت وروستیو کې د «ملي اتل» احمدشاه مسعود په اړه کتاب لیکلی وو.

کابل کې طالب چارواکو هم تر اوسه د اصولي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

ډې ډلې له دې وړاندې، د پوهنتون یو شمېر استادان او مدني فعالان له طالبانو څخه د نیوکې له امله نیولي دي. طالبان تازه پېښه کې د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل هم نیولی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ