زلنسکي: له کرونا ویروس وروسته، روسی ویروس په موږ برید وکړ؛ مسکو باید غرامت ورکړي

لخوا Aamaj News

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې په ورځ په خپلو نوو رسنیزو خبرو کې وویل د اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې د تیري په وړاندې مقاومت کړی او مدافعین یې د روسیې د تیري په وړاندې د هیواد دفاع کوي.

هغه زیاته کړه: “موږ د خپلې آزادۍ پرته د لاسه ورکولو لپاره نور هېڅ نه لرو. او دا د روسیې لپاره غوره ده چې د (غرامت) کلمه په ښه توګه مطالعه کړي، ځکه چې کی‌یف غواړي چې مسکو د هغه څه لپاره چې په خپل یرغل کې یې ویجاړ کړي، تاوان ورکړي.

ښاغلي زلنسکي وویل؛ چې دوه کاله تیر شوي چې په اوکراین کې د کوویډ ۱۹ لومړۍ قضیه ثبت شوه او د روسیې د برید په اړه وویل؛ “اوس له یوې اونۍ راپدیخوا پر اوکراین د بل ویرو لخوا برید شوی.”

زلنسکي دا هم زیاته کړه چې د بیلابیلو هیوادونو څخه ۱۶٫۰۰۰ رضاکاران د اوکراین لپاره جګړې ته چمتو دي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل شاوخوا لس ورځې تېرېږي او تر اوسه دواړه لوري کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او د اوکراین په بېلابېلو برخو کې نښتې روانې دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Mila Rush March 25, 2024 - 7:43 pm

Hey, if you’re looking for a change, you’ve come to the right place! I’m open to flirty conversations, you can enjoy my true concentrated rigour or free online live adult webcams the daily grind together!

ځواب

یو نظر پریږدئ