د تېرو درې میاشتو په پرتله له زلنسکي څخه د اوکراین د خلکو ملاتړ دوه برابره شو

لخوا Aamaj News

د اوکراین او روسیې ترمنځ د نښتو له پراخېدو وروسته او د روسیې د برید په وړاندې د یاد هېواد د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي زړورتیا؛ او دې يوې ټولپوښتنې پایله چې نن (دوشنبه، د کب ۹مه) د یوې باوري ټولنیزي موسسې له لوري خپره شوې، ښایي چې په اوکراین کې د ولادیمیر زلنسکي مینوال ډېر شوي.

پورتنۍ ټولپوښتنه ښایي؛ چې د تېرو درې میاشتو په پرتله له زلنسکي څخه د اوکراین د خلکو ملاتړ دوه برابره شوی.

د دغه ڼولپوښتنې پر بنسټ، شپږ سلنه خلک له زلنسکي ملاتړ نه کړي، او په دې اړه درې سلنه نورو خلکو خپل اند نه دی څرګند کړی.

بل پلوه د یادې ټولپوښتنې اویا سلنه ګډونوال د رږسیې د برید له دفع کولو ډاډه دي.

دا ټولپوښتنه د بېلتون غوښتونکو سیمو پرته د اوکراین بېلابېلو سمیو کې څه کم دوه زره کسانو سره د خبرو اترو په لړ کې ترلاسه شوې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د اوکراین او ذوسیې ترمنځ له نښتو وروسته، ښایي دواړه هېوادونه د بلاروس په پوله کې خبرې اترې وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ