د اوکراین ولسمشر: سبا به زموږ پر هېواد د روسیې د برید ورځ وي

لخوا Aamaj News

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي (سبا ورځ، چهارشنبه د فېبروري ۱۶مه) چې ځینو غربي رسنیو په احتمالي ډول دا ورځ پر اوکراین د روسیې د برید ورځ بللې، د ملي پیوستون ورځ اعلان کړې.

نوموړي په یو ټویټري پیغام کې خپل ملت ته په خطاب کې وویل: “موږ ته ویل شوي چې د فېبروري ۱۶ مه د‌ برید ورځ ده. دا ورځ د ملي پیوستون په ورځ بدلوو. هوکړه وړاندې لاسلیک شوې؛ نن وروسته له غرمې خپل زېړ او آبي رنګه بیرغ رپوو تر څو نړۍ ته زموږ یوالی وښایي.”

زلنسکي زیاته کړې؛ چې اوکراین د “دونباس” او “کریمه” سیمو بیاځلې غوښتونکی دی او د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې به ټول مسایل حل کړي.

زلنسکي له روسیې سره د “کریمه” دالحاق نېټې ته په اشارې سره وویل چې د اوکراین پوځ اوس تر بل هر وخت ډېر چمتو او اوکرایني سرتېرو د جګړې مُهمې وړتیاوې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د اوکراین جګړې د مړو ارمانونو ته به خیانت ونه شي.

امریکایي چارواکي په رسمي ډول، دا موضوع چې چهارشنبه ورځ روسیه پر اوکراین برید کړي، نه مني خو ویلي یې دي؛ چې هره شېبه ښایي روسیه پر اوکراین برید وکړي.

روسیې، اوکراین ته نږدې سیمه کې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي. خو مسکو وایي چې پر اوکراین د برید کوم پروګرام نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ