ولسمشر زلنسکي: که لوېديځ آسمان ونه تړي، د ناورین مسوول به وي

لخوا Aamaj News

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي لوېدیځ ته په خطاب کې ویلي: ( که آسمان ونه تړی، د ناورین مسوول به ووسئ)

نوموړي له لوېديځ وغوښتل چې ژر تر ژره الوتکې اوکراین ته ولېږي.

نوموړي څرګنده کړه: ( موږ یو ځل بیا غواړو، دا ژر تر ژره حل کړو، موږ ته الوتکې راولېږئ.)

زلنسکي یو ځل بیا له لوېدیځ څخه د اوکراین پر سیمه د الوتنو د منع سیمې نه رامنځته کولو پر پرېکړه نیوکه کړي.

په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو څو ځلې د اوکراین پر خاوره د الوتنو د منع سیمې رامنځته کولو رد کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ