د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته دغه هیواد یو ځل بیا له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شوی او د افغانستان اقتصاد د بشپړ سقوط له خطر سره مخ دی.
ښاغلي زرداري د ترکیې یوې رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې چې د دغه هیواد تر ۹۵ سلنه زیات خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي.
نوموړي د روان وضعیت پړه پر نړۍ اچوي او وایي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دوی د اړیکو په پام کې نیولو پرته د بشري ناورین او اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره له طالبانو سره همکاري وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې بشري ناورین د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط لامل کېدای شي.
هغه خبرداری ورکړی و چې د افغانستان د اقتصاد سقوط د دغه هیواد سربېره به د ټولې سیمې لپاره جدي پایلې ولري.
دا په داسي حال کې ده چې ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد ۹۷ سلنه وګړي د فقر پر خط دي. د دغه راپور له مخې، ۲۴.۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.