یلدا شپه د افغانستان او ایران ګډ کلتوري میراث په توګه یونسکو کې ثبت شوه

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د یلدا شپه «څله» د افغانستان او ایران ګډ کلتوري میراث په توګه د ثبت خبر ورکړ.

یونسکو (چهارشنبه د قوس ۹مه) د خوښي په څرګندولو په یو ټویټ کې لیکلی چې د غیر ملموس کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره د مراکش په رباط ښار کې د «دولتونو تر منځ» کميتې په ۱۷مه غونډه کې د یلدا شپه د افغانستان او ایران ګډ کلتوري میراث په توګه ثبت شوې.

د دغې شپې د ثبت دوسیې غوښتنه چې افغانستان او ایران د یو بل په همکارۍ چمتو کړې وه، په افغانستان کې د دې هیواد وضعیت او نا امنیو ته په پام سره د دغه میراث د ساتنې په اړه د بنګله دېش، ازبېکستان، سویس، سویلي کوریا په ګډون د یوشمېر هېوادونو د استازو له نیوکو او نظرونو سره سره بالاخره ثبت ته ورسېد

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ