د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې؛ پوهانو د چين په ووهان ښار کې، هغه ځای چې په ۲۰۱۹م کال کې د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس پکې وپېژندل شو، د ” NeoCov” په نوم د کرونا ویروس نوې بڼې له خپرېدو خبرداری ورکړی.
د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، د کرونا ویروس دا نوې بڼه د سویلي افریقا په یو هېواد کې لیدل شوی چې د مرګ او د لېږد سرعت یې لوړ دی.
د ووهان پوهنتون او د چین بیوفزیک علوم اکاډمۍ د څېړونکو په وینا؛ یوازې یو پرمختللي شکل ته اړتیا ده تر څو ویروس د انساني سلولونو ته نفوذ وکړي او دا ویروس “SARS-CoV-2” ته ورته دی چې په انسان کې د کرونا ویروس د تولید لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې ۲۰۱۹ کال په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو او لومړۍ پېښې له ثبتېدو سره، میلیونونو کسانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژوند له لاسه ورکړ.
له دې وړاندې هم په سویلي افریقا کې د اومیکرون په نوم د کرونا نوې بڼه وپېژندل شوه چې په ځینو هېوادونو کې د ډېرو بندیزونو لامل شوې وه.