د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې تېر یو کال یې افغانستان کې د خوړو له ناامنۍ سره مخ ۱۲ میلیون ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیون تنو سره مرسته کړې ده.
یاد سازمان نن (دوشنبه د کب ۲۲مه) په یو ټوېټ کې زیاته کړې، چې دا مرستې د بریتانیا، اسټرالیا او د آسیا پراختیایي بانک په مرسته ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وړاندوینه کړې وه، چې افغانستان کې ۲۵ میلیون تنو ته د مرستې لپاره څلور میلیارده او څلور سوه میلیون ډالرو ته اړتیا ده؛ خو د ملګرو ملتونو د کال په پیل کې دوه میلیارده او دوه سوه میلیون ډالره په لاس کې درلودل.
د یادونې ده، چې افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره، افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه د نړیوالو مرستو بندېدل او همداشان سیاسي بېثباتي او وچکالۍ مرستو ته د خلکو اړیتا ډېره کړې ده.