له اوکراین سره د نړیوالې ټولنې ۱.۴۹ میلیارد ډالره مرسته

لخوا Aamaj News

د نړیوال بانک اجراییوي هیئت تېره ورځ د اوکراین لپاره ۱.۴۹ میلیارده اضافي مالي مرسته تصویب کړه.

دا مرسته د ټولنیزو کارکوونکو او دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره تصویب شوې او د نړیوال بانک د ژمنه شوي ملاتړ کچه له څلور میلیارده ډالرو ډېره شوې ده.

د یاد بانک په اعلامیه کې راغلي؛ چې وروستی بودیجه د بریتانیا، هالنډ، لیتوانیا او لتوني مالي ضمانتونو سره ملاتړ کېږي.

همداشان دا پروژه د ایتالیا او څو اړخیز باور صندوق په مالي مرسته ملاتړ کېږي.

په ورته وخت کې اوکراین ویلي؛ چې د یاد هېواد مهمو اقتصادي برخو له ځنډېدو او د روسیې له برید وروسته هره میاشت ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اوه ډلې مالي رهبرانو تېره میاشت ژمنه کړې وه تر څو ۹.۵ میلیارده ډالره نور بودیجه چمتو کړي او خپل غیر پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې نړیوال بانک ویلي؛ چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره مرسته کړي تر څو د پوهنې، روغتیا، ټولنیزو خدمتونو، برېښنا او اوبو برخه کې د اوکراین د اړتیا وړ بودیجه چمتو کړي.

د نړیوال بانک د ختیځې اروپا هېوادونو اجرایي مدیر آروپ بانرجي په یوه بیانیه کې ویلي؛ چې یاد خدمتونه د اوکراین اوسېدونکو د اړتیاوو رفع کولو لپاره وړاندې کېږي تر څو په دې هېواد کې له بشري ناورین مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې دې خدمتونو کې د اوکراین ښارونو بیا جوړونه هم راځي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، د یاد هېواد له پوځي برخې پرته نورې ټولې برخې رخصت شوې دي او د تولنیزو، خوراکي او لومړیو مرستو د خدمتونو اړتیا زیاته شوې ده.

اړوند لیکنې

3 تبصرې

Andrea March 25, 2024 - 5:39 pm

Fancy live sessions in CamChat? With us you can meet over 5000 camgirls live on cam and discover free online live webcams in the large online video library.

ځواب
Twitter video downloader April 14, 2024 - 4:33 pm

Thanks for your thoughts. One thing we’ve noticed is that banks in addition to financial institutions are aware of the spending behavior of consumers plus understand that the majority of people max out there their cards around the holiday seasons. They properly take advantage of this specific fact and start flooding the inbox plus snail-mail box together with hundreds of no interest APR card offers just after the holiday season comes to an end. Knowing that if you are like 98 of the American community, you’ll leap at the chance to consolidate card debt and transfer balances towards 0 APR credit cards.

ځواب
breeze pro flavors April 16, 2024 - 11:49 am

I truly appreciate this post. I?ve been looking all over for this! Thank goodness I found it on Bing. You have made my day! Thank you again

ځواب

یو نظر پریږدئ