نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام؛ د افغانستان لرې پرتو سیمو خلکو سره ۱۵۰ میلیون ډالره مرسته وکړه.
ملګرو ملتونو نن (سه شنبه د غبرګولي ۲۴مه) د یادې مرستې خبر ورکړی.
دا مرسته د ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا په ۵۰مه ناسته کې افغانستان ته ځانګړې شوې چې د افغانستان لرې پرتو سیمو له خلکو سره د ۱۹۵ میلیون ډالري مرستې یوه برخه ده.
د یادونې وړ ده؛ چې دا مرسته په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو کې خلک په ځانګړي ډول بزګران له سختو اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي.