د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمان په ګډون ۲۵ سازمانونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اوسني ناورین په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځوسمې غونډې ته په یوه پرانیستي لیک کې د سمدستي بحث غوښتنه وکړه.
د دغو سازمانونو په وینا، په افغانستان کې د ښځو وضعیت د نړۍ تر بل هر هېواد خراب دی او په هیڅ هیواد کې ښځي له خپلو حقونو نه دومره بې برخي نه دي لکه افغان مېرمني.
له یوې خوا په افغانستان کې د بشري حقونو څار ادارې د ښځو په برخه کې مرستیاله هیدر بار ويلي: «فکر کوم چې دا یو بیړنی حالت دی چې د بشري حقونو شورا ورته ډیره پاملرنه وکړي.
اغلې بار زیاته کړې: «طالبانو د اګست په ۱۵ مه واک ته د رسېدو راهیسې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندي کړي دي. هغوی تعلیم، کار، د حرکت ازادۍ، د بیان ازادۍ او روغتیایی خدماتو ته د دوی د لاس رسي مخه نیولې، او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالو ته د رسيدګۍ سیسټم له منځه وړی دي.»
د بشري حقونو د څار برسېره، د بخښنې نړیوال سازمان، د افغان ښځو د روزنې مرکز، د نړیوال عدالت مرکز او د افغانستان د زده کړي لپاره مرستې په ګډون ۲۴ سازمانونو پرانیستی لیک چمتو کړي دي.
په دوام کې راغلی چې نړیوال تحقیقات، د عیني شاهدانو ویناوي او ویډیويي شواهد ښیي چې د ښځو د حقونو د فعالانو او د ښځو پر وړاندې د بندیزونو او تخطیو پر ضد د اعتراض کوونکو پر کورونو چاپې وهل شوي، او دوی ګواښ، اختطاف، په زوره ورکېدل او د برقي وسایلو په وسیله حملې او کیمیاوي سپرې سره مخ شوي دي.
په دغه لیک کې په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختو محدودیتونو او د بشري حقونو د کمیسیون منحلیدو ته په اشارې سره ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په ډراماتیک ډول خراب شوی او دا هیواد نن په نړۍ کې د ښځو د حقونو له خورا جدي بحران سره مخ دی.
دا په داسي حال کې ده چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.
2 تبصرې
I just like the helpful information you provide in your articles
I like the efforts you have put in this regards for all the great content.