د کابل د واټونو یو شمېر لاریونوالې نجونې چې د طالبانو په بند کې دي وایي؛ چې د یو شمېره هغه نجونو په امر چې له هېواد بهر ژوند کوي، واټونو ته راوتلې او لاریونونه یې کړل.
په هغه ویډیو کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، دوی وايي چې د “عطیه مهربان، فریحه ایثار، هدا خموش، نیلوفر ایوبي، زهرا موسوي او میترا مهران” په ملاتړ او هڅونه د طالبانو پر ضد واټونه ته راوتلې او شعارونه یې ورکول، چې له هېواد بهر دي.
وحیده امیري په خپل اعتراف کې وویل: “میترا مهران او عطیه مهربان د تخلیې بهیر په لاره اچولی و تر څو مدني فعالان بهر کړي.”
د نجونو له ډلې یوې وویل: “کاوه جبران او حمیرا قادري موږ ډېرې هڅولو.”
دا ټلویزیوني اعترافونه په داسې حال کې خپرېږي، چې له دې وړاندې طالبانو د لاریونوالو ښځو نیول رد کړي و.
د دې سربېره دا لا مالومه نه ده چې نجونې په کومو شرایطو کې کمې ته ناستې دي او خبرې یې کړې دي. د بندي کولو او له بند خونې د ټلویزیوني اعترافونو خپرولو تګ لاره په ایران کې ډېره معمول ده.