په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي تیاس تیرومورتی د (غبرګولي ۲۵مه) د چهارشنبې ورځې په غونډه کې؛ افغانستان کې د سولې او دولتدارۍ په چارو کې د ښځو پر ګډون د ټینګار سربېره ویلي چې دې هېواد کې د ښځو فعاله ګډون پرته تل پاتې سوله ناشونې ده.
دغه هندي چارواکي له ښځو سره د سخت دوه ګوني چلند او له زده کړو څخه د نجونو بې برخې کېدو څخه په اندېښنې سره ویلي؛ چې له دوه ګوني چلند ډکو سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو، افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوترخوالی سیستماتیک او ژور کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمی استازی په داسې حال کې د افغانستان له وضعیت څخه اندېښنه ښایي چې له دې وړاندې د یاد سازمان د بشر حقونو عالی شورا هم د افغانستان ښځو وضعیت سیستماتیک ظلم بللی و.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د «شرعیت په چوکاټ» کې په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ښځو ګډون کومه ستونزه نه لري.