اروپایي ټولنې او ۷۰ هېوادنو افغانستان کې د ښځو حقونو وضعیت څخه «سخته» اندېښنه وښوده

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره؛ اروپایي ټولنې او څه باندې ۷۰ هېوادونو د ښځو او نجونو حقونو وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي پرېکړه یې «د نه منلو» وړ بللې ده.

د ۷۰ هېوادونو استازو په هغه ګډه اعلامیه کې چې د آلبانیا لخوا د نورو هېوادونو په استازولۍ جوړه شوې ویلي؛ چې افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو بندیزونه د نړۍ بل هېڅ ځای کې نه ښکاري.

طالبان چې څو ځلې د نړۍ لخوا په ژمنو ماتولو تورن دي، یو ځل بیا دې بیانه کې راغلي، چې دا ډله د افغانستان خلکو د غوښتنو نه منلو او نړۍ سره د ژمنې ماتولو سره؛ د ښځو او نجونو په وړاندې «ظالمانه» کړنو ترسره کولو ته دوام ورکوي.

د ړې اعلامیې پر بنسټ، پوهنتونونو ته د ښځو دننه کېدو د منع کولو، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو بند پرېښودل او په غیر دولتي سازمانونو کې د افغانستان ښځو له کار څخه مخنیوی د نورو بندیزونو تر څنګ د «نه منلو» وړ دی.

اروپایي ټولنې او څه باندې ۷۰ هېوادونو ویلي، چې په غیر دولتي، ملي او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو د کار د مخنیوي حکم په دې مانا دی، چې د افغانستان میلیونونه وګړي به بشردوستانه مرستو ته لاسرسی ونه لري.

دې هېوادونو همداشان خبرداری ورکړی، چې افغانستان پوهنتونونو او منځنیو ښوونځیو کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو مخنیوی دا قشر له «انساني حقونو بې‌برخې کوي.» او د جنسیت له اړه د تاوتریخوالي خطرونه به ثابت او ډېر، ټولنیزه او اقتصادي پراختیا، او پراخه حکومتوالي «کمزورې» کوي.

دې بیانیه کې همداشان راغلي، له هغه ځایه چې افغانستان کې د بشردوستانه کړنو درېیمه برخه کاري ځواک ښځې دي او اوس دوی کار نه شي کړی یا زیان لیدونکو ښځو او نورو کسانو ته لاسرسی نه لري، چې ملاتړ ته اړ دي.

دې بیانیه یې کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو فرمانونه مضر بلل شوي او څرګنده شوې، چې له هغه پرېکړو بیا غور نه کول چې د افغانستان ټولنې او اقتصاد ته نه جبرانېدونکي زیانونه د افغانستان خلکو سوکالۍ ته رسوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ