د عفوې نړیوال سازمان تېره ورځ ویلي؛ چې د افغانستان ښځو د تېرو ۲۰ کالونو ترلاسه شوې لاسته راوړنې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
دا سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې د افغانستان ښځو او نجونو حقوق جدي ونیسي.
له دې وړاندې هم د ښځو مدافع سازمانونو د ښځو حقونو ترپښو لاندې کېدو او لاسته راوړنو له منځه تلو څخه اندېښنه ښودلې وه.