ملګري ملتونه: د افغانستان ښځو او نجونو حذف او بې‌برخېتوب په نننۍ نړۍ کې بې بېلګې دی

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو بشر حقونو عالی کمیشنر فولکر تورک د طالبانو لخوا د افغانستان تولنه کې د ښځو له حذف کېدو څخه په اندېښنې سره ویلي چې په اوسنۍ نړۍ کې د افغانستان ښځو او نجونو د حذف او بې‌برخېتوب «بې‌بېلګې» دی.

د ملګرو ملتونو بشر حقونو عالي کمیشنر نن( جمعه د لېندۍ ۱۷مه) د یو شمېر خبریالانو په ځواب کې وویل: « لکه څنګه چې ټول شاهدان یو افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې په پلان شوې بڼه د ژوند له ټولو برخو څخه حذف کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ښځو په تېر یو کال کې څو ځلې د طالبانو سخت‌دریځه قوانینو په وړاندې لاریونونه وکړل؛ خو د طالبانو لخوا له نیولو، ځپلو، وهلو او ټکولو او حتی په مرګ له ګواښلو سره مخ شوې دي.

طالبانو د تېر کال زمري میاشت کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه رامنځته کړي دي او په ډېر ځلې یې ټينګار کړی دی چې د ښځو حقونه یې د «شریعت په چوکاټ» کې رعایت کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ