د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید په عام محضر کې د «درو وهلو» ظالمانه سیاست سمدستي ودروي

لخوا Aamaj News

د بښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان څانګې مشرې سمیرا حمیدي د طالبانو له خوا د ښځو او نارینه وو د په درو وهلو په غبرګون وایي چې دغه ډله په دغه کار سره د شکنجې د منعې نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.

د بښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان څانګې مشرې تېره ورځ (پنجشنبه) د اعلامیې په خپرولو ټینګار کړی چې طالبانو د اسلام او شریعت په نوم په ناوړه چلند سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي او دا کار باید په هېڅ صورت ونه شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې ظالمانه قوانینو ته راستانه شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې خپل دغه «ظالمانه سیاست» پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دا «ظالمانه» سزا د طالبانو په بې رحمانه عدلي سیسټم کې د غیر انساني چلند د قانوني کولو په لور یو بل ګام دی او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته د دې ډلې بشپړ بې پامي ښیي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه شوې چې د طالبانو د دغو سیاستونو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دا غبرګون په داسې حال کې دی چې طالبانو په دې وروستیو کې د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار په یوه لوبغالي کې ۹ نارینه او ۳ ښځې د اخلاقي فساد په تور په درو وهلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ