یو شمېر ښوونکي د ښوونځیو بند پاتې کېدو په مخالفت، په پټ ډول نجونو ته زده کړې ورکوي

لخوا Aamaj News

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تېره ورځ راپور ورکړی؛ چې په افغانستان کې د ښوونځیو بند پاتې کېدو سره د مخالفت له امله، ښځینه زده کوونکو ته په پټو ځایونو کې په پټ ډول زده کړې ورکوي.

له دغه ډلې یو شمېر زده کوونکو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ چې دا یوه حیاتي تګ لاره ده او ویلي یې دي؛ چط د طالبانو حکومت له لوري نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه ورنکړل شوه؛ پرېکړه کړې چې ښځینه زده کوونکو ته په پټ ډول زده کړې ورکړي او د دوی په وینا «که دوی په کور کښېني؛ افسرده او یا خپلو مبایلو باندې روږدې کېږي.»

د یادې ورځپاڼې په باور؛ د ښوونکو او کورنیو دا تګ لاره ښایي؛ چې د هغه «سختو ټولنیزو» قوانینو سره، چې پخوا عملي کېدل؛ سخت مخالفتونه شتون لري او د والدین، ښوونکي او زده کوونکي د معیاري پوهنیز مخنیوي په وړاندې تمایل لري، چې ښایي افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې بدلون کړی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د کابل غرب کې؛ په دې اړه یوې غونډې ته وویل وروسته له هغې چې د پوهنې وزارت تر کار لاندې تګ لاره بشپړه شي، د هېواد ګوډ ګوډ کې به د نجونو ښوونځیو فعالیتونه پیل شي.

دا په داسې حال کېده؛ چې د تېر حکومت له سقوط او د طالبانو حکومت رامنځته کېدو وروسته، مکتبونه تړل شوي او طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځي دننه کېدو اجازه نه ده ورکړې او کلنیو آزموینو کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ارتقاء ورکړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ