اعتراض کوونکو ښځو د :د نړۍ چوپتیا د ترهګرو د ملاتړ په معنا» له شعار سره

لخوا Aamaj News

د افغان مبارزو ښځو د ناڅاپه ټېم په نوم د یوه بنسټ یو شمېر غړو نن یکشنبه (د زمري ١٦مه) د هغه څه په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا چې دوی یې د طالبانو جنایتونه بولي، په یوه بند ځای کې او د خپل هویت په پټولو سره اعتراض کړی او ویلي دي چې د نړۍ چوپتیا د ترهګرو د ملاتړ په معنا ده.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېدو ته په اشارې سره د افغان مبارزو ښځو ناڅاپه ټېم وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له وخته د دغه هېواد اوسېدونکي د ژوند له ډیرو سختو حالاتو سره مخ شوي دي.

دوی همدارنګه د طالبانو له خوا د خلکو ځپلو ته په اشارې سره ویلي: «خلک د خپل غږ د پورته کولو توان نه لري، هره ورځ وژل کېږي او ټول افغانستان په تیارو پټ دی.»

د افغان مبارزو ښځو د ناڅاپه غورځنګ غړو ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا د ټولو سختیو او اعتراضونو له ځپلو سره سره دوی د ازادۍ لپاره غږ پورته کړي، دغو مېرمنو زیاته کړې «که څه هم دا د مات شوي غږونو، غږ دی، خو تر کله چې توان وي دا مبارزه به دوام وکړي، موږ د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوو.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ