د بدخشان ولایت مرکز فیضاباد ښار کې یو شمېر سوداګرې ښځې له شته وضعیت څخه په اندېښنې سره وایي چې د دوی د لاسي صنایعو بازار له سقوط سره مخ دی.
دوی وایي چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وړاندې د خپلو لاسي صنایعو په تولید سره د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو باندې توانېدلې، خو اوس له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
بدخشانۍ بيبي هوا چې د لاسي صنایعو تولیدات کړي، وایي چې پخوا وضعیت مناسب وو، خو د طالبانو له واکمنۍ سره نور په دې برخه کې کوم کار شتون نه لري.
بل پلو د افغانستان صنعتګرانو ټولنې رییس په دې هکله وایي: «د افغانستان یو شمېر ښځو په دولت او دفترونو کې دندې ترسره کولې او کله چې کار ونه لري او اقتصاد یې خراب وي، اړ دي ترڅو تولیدي برخو او لاسي صنایعو ته مخه کړي.»
په ورته وخت کې، د بدخشان سوداګرۍ او صنعت خونو مسوولین وایي چې تېر یو کال کې د لاسي صنایعو برخه کې نږدې ۴۰۰ ګارېګرې ښځې بېکاره شوې دي.