د افغانستان خودجوشه ښځو غوځښت وایي چې طالبان د الظواهري په څېر ډېر شریکان لري چې غواړي د افغانستان له خاورې د نړۍ په بېلابېلو سیمو بریدونه وکړي.
دوی خپله غونډه تېره ورځ (پنجشنبه د زمري ۱۳مه) په تړلې قضا کې د مخونو په پټولو سره ترسره کړه.
دوی ویلي چې افغانستان د ترورېزم پټنځای نه؛ بلکې د ترورېستانو حکومت دی چې دا د پخوا بلقوه امنیتي خطر لامل او اوس په یو بشپړ بالفعل خطر باندې بدل شوی.
دوی د افغانستان خاوره کې د القاعدې شتون ته په اشارې سره وایي چې طالبان د ایمن الظواهري په څېر ډېر شریکان لري چې غواړي له دې هېواد د نړۍ په بېلابېلو سیمو بریدونه وکړي. دې ښځو ټینګار کړی: «ترورېستي حکومت هېڅکله د خلکو حکومت نه کېږي.»
د ښځو خودجوش خوځښت غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورنه کړي. دوی زیاته کړې چې نورې ښځې هم باید د پخوا په پرتله خپل لاریون پراخ کړي او په ګډ ډول له نړیوالې ټولنې وغواړي چې د ترورېستانو ائتلافي (طالبانو) حکومت په رسمیت ونه پېژني.
دا لاریون په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو سازمانونو څو ځلې خبر ورکړی چې افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو ښځي له عمومي عرصو څخه لرې کېږي.
په ورته وخت په پراخ ډول د طالبانو لخوا د ښځو ځپلو سربېره؛ یو شمېر ښځو په بنده فضا کې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی.