د آلمان بهرنیو چارو وزیره: افغانستان د «ځمکې پر سر د ښځو حقونو له ټولو سختو سرغړونو» سره مخ دی

لخوا Aamaj News

د آلمان بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بربوک ویلي چې افغانستان د «ځمکې پر سر د ښځو حقونو له ټولو سختو سرغړونو» سره مخ دی.

بربوک نن (سه‌شنبه د زمري ۴ مه) د آزادې اروپا راډیو سره په خبرو اترو کې ویلي چې افغانستان د «ځمکې پر سر د ښځو حقونو له ټولو سختو سرغړونو» سره مخ دی.

نوموړې زیاته کړې؛ چې طالبانو افغانستان کې د ځمکې پر سر د ښځو حقونو تر ټولو سختې سرغړونې کړې دي.

د نوموړې په وینا؛ د طالبان له راتګ سره د ښځو د ژوند بهیر لوېدلی او افغانستان کې له ښځو او نجونو د ټولو انساني حقونه اخیستل شوي.

نوموړې څرګنده کړې، چې افغانستان د ځمکې پر سر د ښځو حقونو د نقض تر ټولو لوی مرکز دی.

د یادونې وړ ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته، د هېواد ښځو او نجونو په وړاندې د دوی بندیزونه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ