د افغانستان ښځو شبکه: د سپټېمبر یوولسمې د بریدونو مسوولین د افغانستان خلک نه دي او نه باید له دې ډېر قرباني شي

لخوا Aamaj News

د افغانستان ښځو شبکې نن (دوشنبې د سلواغې ۲۵مه) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډ ته په یو پرانیستي لیک کې د افغانستان ارزي زېرمو د کسر او د سپټېمبر یوولسمې قربانیانو ته یې د غرامت په ډول د ورکولو له پرېکړې، سخته نیوکه کړې.

په دې لیک کې د افغانستان ښځو شبکې ویلي؛ چې د سپټېمبر یوولسمې د بریدونو مسوولین د افغانستان خلک نه دي او نه باید له دې ډېر قرباني شي.

دغه شبکې د هېواد ارزي زېرمو وېش، په هېواد کې انساني ناورین ته چې لامل یې اقتصادي کړکېچ دی، نامناسبه او تر ټولو نا مهربانه غبرکون ښودلی.

دوی د جو بایډن له وروستۍ پرېکړې څخه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نړۍ تر ټول بېوزله هېواد د مالي سرچینو په وړاندې د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد پرېکړه ډېره ناعادلانه ده.

د افغانستان ښځو شبکې همداشان په دې لیک کې زیاته کړې؛ هغه شتمنۍ چې پر کسر یې پرېکړه شوې، د افغانستان خلکو پورې تړاو لري، هغه خلک چې نه باید د نړیوال امنیت د خلا راوستونکو ډلو د کړنو مسوولین وبلل شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د نوې پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالره ارزي زېرمه په امریکا کې د سپټېمبر یوولسمې بریدونو قربانیانو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي.

د جو بایډن یادې پرېکړې ملي او نړیوال غبرګونونه لا ځان سره درلودل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ