پر رسنیو باندې د طالبانو حکومت سیوری؛ د هغه سریالونو خپرول چې ښځو پکې رول لوبولی وي منع شول

لخوا Aamaj News

د طالبانو امر په معروف او له منکراتو څخه د نهيې وزارت په خپل نوي ګام کې د یو اته ماده ییز امر په خپرولو سره رسنیو ته ویلي چې د هغه سریالونو له خپرولو مخنیوی وکړي چې ښځو پکې رول لوبولی وي.

د یاد وزارت د خبرتیا پر بنسټ، ټلویزیوني رسنۍ نه باید هغه فلمونه او سریالونه خپاره کړي چې د شرعي اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف وي. په ورته وخت کې یاد وزارت زیاته کړې؛ هغه کورني او بهرني فلمونه چې بېګانه کلتور او رواجونه ښایي او په ټولنه کې د بد اخلاقۍ لامل کېږي، نه باید خپاره شي.

د دغه دستور په بله ماده کې راغلي چې د ټلویزیونونو تفریحي خپرونې نه باید داسې چمتو شي چې په هغې کې کوم چاته سپکاوی شوی وي. په ورته وخت کې، د هغه سریالونو خپرول چې پکې دیني ارزښتونو او یا انساني کرامت ته سپکاوی شوي وي، منع شول د اعلامیې په دوام کې؛ رسنۍ نور د هغه فلمونو او سریالونو د خپرولو حق نه لري چې ښځو پکې رول لوبولی وي. همداشان د هغه فلمونو او سریالونو خپرول چې د اسلامي شرعیت خلاف وي منع شول.

د طالبانو د نوي قانون پر بنسټ د رسنیو ښځینه کارکوونکې باید اسلامي حجاب رعایت کړي او طنزي خپرونو کې له ګډون څخه مخنیوی وکړي. همداشان؛ طالبانو د هغه سریالونو خپرول چې پکې د اسلام پیغمبرانو او صحابه کرامو رول لوبول شوی وي، مطلق حرام او منع اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپل دغه اتو مادو لرونکي دستور د هېڅ خبرې په اړه وضاحت نه دی ورکړی. خو دوه ورستیو لسیزو کې د افغانستان رسنیو ډېری خپرونې طنزي، ترکي او هندي سریالونه و، چې اوس یې خپرول طالبانو منع اعلان کړل.

طالبانو د خپل تېر حکومت په دوره کې هم په بشپړ ډول د ټلویزیونونو خپرونې منع اعلان کړې وي او پر ښخو او نجونو باندې یې سخت بندیزونه لګولي و او دوی یې د تعلیم او زدکړې له حق بې برخې کړې وې.

په ورته وخت کې، د درې میاشتو له تېرېدو سره؛ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له یاد رژیم سره یې همکاري، د ښځو په وړاندې د کړنو بدلون او عمل پورې تړلې ده، هغه شرط چې چې تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي پرې عمل وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ