د اشرف غني له تېښتې او د طالبانو له لوري د واک نیولو وروسته، د هېواد ډېری څارنوالان یا له هېواده تښتېدلي او یا یې هم له وېرې نامالومو ځایونو ته پناه وړې ده؛ له دې ډلې د ښځينه څارنوالانو په ګډون یو شمېر څارنوالان چې ایران ته تښتېدلي و، له څو میاشتو تېرېدو وروسته اوس هم بې برخلیکه دي. له دې ډلې یوه څارنواله په مستعار نوم سره د مدینې په نوم ده.
نوموړې له آماج سره په مرکه کې وایي، له دوه کالونو راپدېخوا یې د ملي امنیت د بهرني او کورني امنیت له جرایمو سره د مبارزې د څارنوالې په توګه دنده ترسره کړې، خو اوس ایران ته تښتېدلې. مدینه څرګندوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته څو ځلې په مرګ ګواښل شوې. د نوموړې په وینا، یوازې طالبانو نوموړې نه ده ګواښلې، جنګ سالارانو هم ورته خبرداری لېږلی چې که یې ومومي، وبه یې وژني.
نوموړې زیاتوي؛ چې د ماموریت په وخت یې لویې دوسیې څېړلې دي چې ځینې طالب قومندانان او نامسووله وسلوال تر ۳۰ کالونو په بند محکوم شوي. خو د جمهوریت له سقوط وروسته، د نوموړې په وینا؛ اوس جنګي بندیان او طالب قومندانان له نوموړي او همکارانو څخه یې د انتقام په لټه کې دي.
مدینه له څلور میاشتو راپدېخوا په ایران کې ژوند ترسره کوي، له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده، د ایرانیانو چلند وحشتناک بولي او د ښځو حقونو مدافع هېوادونو باندې هم نیوکه کړي چې د نوموړي او همکارانو لپاره یې هېڅ هم نه دي ترسره کړي او نامالوم برخلیک لري، چې مالومانه نه ده چېرته ته به پای مومي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو د خپل واکمنۍ له پیل څخه د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي ګټه اخیستې او پر دوی یې بندیزونه هم وضع کړي.
د دې سربېره؛ دینا احمدي یوه پوځي څارنواله ده، آماج ته وایي چې د پخوانیو بندیانو او طالبانو له لوري ګواښل شوې او اړه ده تر څو هر وخت او ناوخت له یو ځای بل ځای ته لاړه شي، تر څو نه پېژندل شي، که نه د ځای په بیه به یې بیه پرې کړي.
احمدي زیاتوي، نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو ملاتړو هېوادونو د ښځینه څارنوالانو لپاره چې ډېرې خطرناکې دوسیې یې څېړلې دي، هېڅ هم نه دي ترسره کړي.
احمدي څرګنده کړې؛ چې لوی هېوادونه له ښځو څخه د ملاتړ لپاره یوازې د دروغو شعارونه ورکوی او په عمل کې هېح نه کړي. نوموړې وايي چې “تر کله خپله هویت ته بدلون ورکړم؟”
نوموړې خپل راتلونکی تیاره او څو کلنې زحمتونه صفر ګڼي.
په ورته وخت کې د افغانستان څارنوالانو انجمن یو مسوول مطیعالله شهاب آماج ته وايي چې د جمهوریت له سقوط وروسته پینځه څارنوالان وژل شوي او اته کسان نور ټپیان شوي. شهاب څرګنده کړې چې یو شمېر کارکوونکي یې په قانوني یا هم قاچاق ډول ایران او پاکستان ته تښتېدلي چې له میاشتو راپدېخوا بې برخلیکه دي.
د شهاب په وینا، له څارنوالانو سره د طالب مسوولینو ناسم چلند، بې ځای مقررۍ، په ولایتونو کې د یو شمېر څارنوالانو تحت نظارت نیول، بې له موجه دلیل څخه د یو شمېر څارنوالانو له دندې ګوښه کول او د دوی ژوند ته خطرونه، د دوی هغه لویې ستونزې دي چې د طالب چارواکو له لوري یې د حل په موخه جدي پاملرنه نه کېږي.
ښځینه څارنوالانې په داسې حال کې په ګاونډیو هېوادونو کې د جان مصوونیت او نړیوالې ټولنې له نه پاملرنې څخه خبر ورکوي، چې ملګرو ملتونو سازمان او د بشر حقونو ملاتړو هېوادونو تل د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند او کړنې محکومې کړې دي او د طالبان په رسمیت پېژندلو لپاره یې یو شرط بشر حقونو ته درناوی او د ښځو ګډون او مدني آزادیو څخه ملاتړ دی؛ هغه څه چې د ښځو مدافعینو له لوري بسیا نه ګڼل کېږي او د نړۍ له لوري د بېړنیو کړنو غوښتونکي دي.
داسې ویل کېږي چې د اشرف غني د حکومت ګیلم له ټولېدو وړاندې، د هېواد لویه څارنوالۍ کې شپږ زره مسلکي څارنوالانو او څلور زره اداري کارکوونکو فعالیت کړلو چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته سلګونه څارنوالان بهر ته تښتېدلي او سلګونه کسان نور له بد اقتصادي وضعیت او د ځان له ګواښونو سره په پټه ژوند کوي.