یونیسف له طالبانو وغوښتل چې نجونو د زده‌کړو په وړاندې «ناروا» بندیز پای ته ورسوي

لخوا Aamaj News

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت له طالبانو غوښتي، چې «ژرترژره» ښوونځيو ته د نجونو تګ ته اجازه ورکړي.

یونیسف نن (سه‌شنبه د وري لومړۍ) یوه بیانیه کې له زده‌کړو د بې‌برخې میلیونونه نجونو له کړکېچن وضعیت څخه په اندېښنې سره ټینګار کړی دی، چې دې «ناروا بې‌برخېتوب» د ښځینه زده‌کوونو روان ته سخت زیان رسولی دی.

یونیسف دې بیانیه کې کرونا ویروس ته په اشارې سره زیاته کړې، چې افغانستان کې نجونې له درې کالونو راپدېخوا د کرونا ویروس له امله له زده‌کړو پاتې شوې دي او اوس د طالبانو بندیزونو په وضع کولو سره له زده‌کړو منع شوې دي.

په دې بیانیه کې راغلي: « دا په ژور ډول ناهیلي کوونکې ده، چې افغانستان کې واکمنان ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنیوی کړي. دې ناروا پرېکړې د میلیونونه نجونو هیلې او امېدونه ځپلې دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو او نجونو د دوامداره کمزوري کولو د عطف بل تریخ ټکی دی.»

افغانستان کې د یونیسف مسوول فران ایکوزیا لخوا د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت خبرداری ورکړل شوی دی. چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، ښوونځيو کې د نجونو له نه ګډون څخه «سخت اندېښمن» دی.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې طالبانو د یو رسمي مکتبو پر بنسټ نن د هلکانو لپاره د نوي ښوونیز کال پیل اعلان کړ؛ په داسې حال کې هېواد کې یې د نجونو منځنیو او لیسې دروې ښوونځيو د پیل په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ