د افغانستان بیارغونې صندوق او نړیوال بانک د ۷۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت درې پروژې تصویب کړې

لخوا Aamaj News

د افغانستان بیارغونې صندوق او نړیوال بانک د ۷۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت د درې پروژو له تصویب کولو خبر ورکړ.

نړیوال بانک نن (شنبه د غبرګولي ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې ټولې درې پروژې به د طالبانو له کنټرول بهر او د ملګرو ملتونو د څانګو او غیر دولتي سازمانونو لخوا عملي شي.

یادې پروژې؛ له پروژو څخه د ښځو او نجونو د ګټې اخیستنې د مرستې لپاره ډیزاین شوې دي.

د «د افغانستان د خوړو بېړنی امنیت» پروژه به له ټول ټال ۱۹۵ میلونه ډالرو بودیجې سره له کوچنیو بزګرانو سره مرسته وکړي او د خوړ امنیت لا ډېر خرابېدو څخه به مخنیوی وکړي.

ویل کېږي چې دا پروژه د غنمو پر تولید متمرکز ده تر څو د ۲۰۲۲ د کښت په موسم کې له ۳۰۰ کورنیو او په ۲۰۲۳ کې له ۳۰۰ نورو کورنیو ملاتړ وکړي.

د «افغانستان ټولنې د معیشت او مقاومت» پروژه به له ټول ټال ۲۶۵ میلیون ډالرو بودیجې سره، په ښاري او کلیوالي سیمو کې د لنډ مهاله معاش ورکونې او اړینو او بیړنیو خدمتونو برخه کې مرسته وکړي. د یادې پروژې موخه د ټول افغانستان په ۶۴۵۰ کلیو په ځانګړي ډول بامیان، هرات، جلال آباد، کابل، کندهار، خوست، کندز او مزار شریف کې د یو میلیون کورنیو لپاره د درآمد جوړونکو فرصتونو رامنځته کول دي.

درېیمه پروژه د «افغانستان روغتیایي بېړني غبرګون» پروژه ده؛ چې له ټول ټال ۳۳۳ میلیون ډالره بودیجې سره په افغانستان کې د اړینو روغتیایي خدمتونو د کیفیت او ګټه اخیستنې ته پراختیا ورکوي.

د یادې پروژې موخه د افغانستان په ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونو کې د ملي او بین‌المللي خدمت ورکونکو سره په ګډه د لومړنیو روغتیایي خدمتو وړاندې کول، تغذیه و له کووېډ-۱۹ سره مبارزه ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ