په افغانستان کې د امریکا پخواني شارژدافیر، راس ویلسون له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلی: «پر افغانستان د طالبانو د ګړندي واک څخه نه یوازې لوېدیځ حیران و، بلکې پخپله طالبانو هم د هېواد د ګړندي نیولو څخه هک پک شوي وو.»
ښاغلي ویلسون زیاته کړې چې طالب جنګیالیو له خپلو قومندانانو له وړتیاوو څخه مخکې شوي وو او دوی ډېر بریالي وو ځکه چې دوی تر بل هر چا ډېر سخت، اوږده او په هوډ سره جګړه وکړه.
دغه امریکايي دیپلومات زیاته کړې: «دې مسلې ته په پام سره، د دولت له نسکورېدو وروسته د دوی په غبرګون کې د دوی حیرانتیا څرګنده شوه، ځکه ډېر وخت یې ونیو چې په دې پوه شي چې نور څه وکړي، څنګه خپل ځانونه تنظیم کړي او دوی په واقعي توګه د حکومت د رهبري کولو لپاره لا خپل ځانونه په اغېزمنه توګه نه و تنظیم کړي.»
ویلسون همداراز یادونه کړې چې طالبانو په افغانستان کې د (د وسلو په زور) واکمنۍ ته په پام سره، دوی د خلکو له عامه ملاتړ نه دي برخمن.
نوموړی زیاته کړې: «په کابل کې هغه نسل چې متحده ایالاتو په افغانستان کې زموږ د نورو متحدینو سره پانګونه پرې کړې وه، ډیری یې لا اوس هم هملته دي.»
ویلسون څرګنده کړې: «دا په دې مانا نه ده چې زه فکر کوم چې د طالبانو سقوط نېږدې دی او یا دا چې که لوېدیځ وغواړي، یا هغه کسان چې موږ پرې پانګونه کړې ده، د افغانستان د بیا نیولو په حال کې دي.»
په کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته، لا هم هېڅ هېواد دوی په رسمیت نهدي پېژندلي.