د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان مړه شوي دي.
د دغه سازمان د اټکل له مخي، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۴،۹ میلیونو ته نږدې و، چې ۵۷ سلنه یې نارینه او ۴۳ سلنه یې ښځې وې.
په دغه احصائيه کې هغه کسان شامل دي چې په مستقیم ډول د کرونا ویروس له امله مړه شوي او نور ناروغان او ژوبل کسان چې د کرونا ویروس د محدودیتونو او په روغتیایی سیسټم د فشار له امله نه دي توانېدلي چي روغتیایی خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي.
د راپور له مخې، یوازې په هند کې د کرونا له امله ۴،۵ میلیونه کسان مړه شوي، چې دا د کرونا ناروغۍ پر مهال د ثبت او خپرې شویو رسمي شمېرو ۱۰ چنده زیات دي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په دې باور دی چې په ډېرو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله د اصلي مړو د شمېر په نسبت د مړینو شمېر لږ راپور ورکول شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د مړینې دا لوړه کچه، د وبا سره د مبارزې اړتیا سره، د ټولو هیوادونو اړتیا ښيي چي په لا زیاتو انعطافوړ او ځواب ویونکي روغتیا سیسټمونو کې پانګونه وکړي.