د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې د افغانستان مرکزي بانک د شتمنیو په اړه د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
نوموړې زیاته کړې؛ تر هغې چې محکمه د سپټېمبر یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د ۳،۵ میلیارده ډالرو ځانګړو شوو پیسو په اړه پرېکړه ونه کړې، هېڅ پیسې د لېږد وړ نه دي.
ساکي ټینګار کړی؛ دا د بهیر یوه برخه ده چې باید په محکمه کې ورباندې پرېکړه وشي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې څرګنده کړې؛ چې جو بایډن هڅه وکړه تر څو د امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان مرکزي بانک پورې تړلې شتمنۍ یوې برخې څخه د افغانستان خلکو په ګټه، ګټه واخیستل شي.
نومړې روښانه کړه؛ چې له دې پرته دا پیسې به ساتل کېږي.
جین ساکي ویلي؛ چې د سپټېمبر یوولسمې بریدونو ډېری قربانیانو د افغانستان اوسنیو واکمنانو پر وړاندې ادعاوې وړاندې کړې دي او دا دعوه په فدرال محکمه کې څېړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان مرکزي بانک د اووه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ په اړه د جو بایډن اجرایي فرمان پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.