د خوړو نړیوال سازمان: د اوکراین جګړه په افغانستان کې د خوراکي توکو او نفتو د بیو لوړېدو لامل شوې

لخوا Aamaj News

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) خبرداری ورکوي؛ چې پر اوکراین د روسیې یرغل په افغانستان کې د سوند او خوراکي توکو د بیو لوړېدو لامل شوی او ښایي دا بیې نورې هم لوړې شي.

د خوړو نړیوال سازمان ویاندې شیلي تکرال د (جمعې ورځ د کب ۲۷مه) وویل؛ چې تېرو اتو میاشتو کې افغانستان کې د سوند او خوراکي توکو بیې ۴۰ سلنه زیاتې شوې دي.

تکرال زیاته کړه: «زه فکر کړم هغه څه چې اندېښنه پارونکي دي په افغانستان او د نړۍ نورو لوږو ځایونو کې د سوند او خوراکي توکو د بیو لوړېدل دي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وایي؛ چې د دې ۳۵ میلیوني هېواد ۹۵ خلک نه توانېږي هره ورځ بسیا خواړه وخوري.

ملګري ملتونه څرګندوي؛ چې د افغانستان اوسني ناورین ته د لاسرسي، په ځانګړي د یاددهېواد د خلکو بېځایه کېدو، خوارځواکۍ، لوږې او قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره ۴،۴۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، بهرنیو تمویل کوونکو پر افغانستان خپلې مالي مرستې درولې او یا کمې کړې دي او دا هېواد په اقتصادي ناورین او بېوزلۍ کې ډېر ښکیل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ