د خوړو نړیوال پروګرام: نړۍ کې ۳۴۵ میلیون تنه د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

لخوا Aamaj News

د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې تر بل هر وخت د لوږې لوړې کچې څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې نړۍ کې څه باندې ۹۰۰ زره تنه د قحطۍ شرایطو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کړي، چې د تېرو پینځو کالو په پرتله «لس برابره» زیات شوي دي.

یاد سازمان نن (یک‌شنبه د اپرېل دویمه) د خوړو د کړکېچ نړیوالې ورځې به مناسب خبر وکرړی دی، چې ښایي سږ کال به ۳۴۵ میلیون تنه د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله دوه برابره کېږي.

د دې سازمان د شمېرو پر بنسټ، نړۍ کې ۸۲۸ میلیون تنه ډاډ نه لري چې خپلې د خوړو ژمنې په څه ډول برابرې کړي. داسې حال چې ۹۰۰ زره تنه د قحطۍ په شرایطو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کړي.

د بنسټ همداشان زیاته کړې، چې نښتې همد لوږې لوی عامل دي، لکه څنګه چې د نړۍ ۷۰ سلنه وږي کسان په هغه ځایونو کې ژوند کړي، چې له جګړې او نښتو سره لاس او ګرېوان دي.

د جګړې تر څنګ د هوا او اوبو کړکېچ نړۍ کې لوږې زیاتېدو یو له اصلي لاملونو څخه بلل شوی دی. د ژوند اقلیمي بدلونونه، د بزګرۍ محصولات او معیشت له منځه وړي او د ځان تغذیه کولو لپاره د خلکو توانایي کموي.

د خوړو نړیوال سازمان د بېړني ځواب غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی دی، چې نړیواله ټولنه نه باید تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوږې او خوارځواکۍ پای ته رسولو کې خپلو ژمنو کې نیمګړتیا راولي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Ahsokaa Cam Model September 20, 2023 - 8:18 pm

Hoy mas que nunca los shows con webcam son una parte importante del espectaculo

ځواب

یو نظر پریږدئ