د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام استازې، مری الن مک ګروټي وایي؛ په داسې حال کې چې نړۍ د کويډ ۱۹ ناروغۍ پراخېدو ته اندېښنه لري، افغانان سختو لوږو ته په اندېښنه کې دي، چې له اوس څخه یې لمن نیولې.
نوموړې زیاته کړې؛ چې نن ورځ د په افغانستان په کورنیو کې اندېښنې دا دي چې په څه ډول سره، خپل ماشومان ګرم او ماړه کړي.
په هېواد کې د لوږې ناورين په داسې حال کې مخ په ډېرېدو شوی، چې د طالبان له واک ته رسېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان پیسې کنګل کړې.