طالبان: د کابل په لوېدیځ کې چاودنه د ګازو د ټانکر  له امله وه چژې په پایله یې دوه تنه وژل شوي

لخوا Aamaj News

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، د کابل په لویدیځ کې د نقاش په تم ځای کې د ګازو یو ټانکر چاودنه کړې. خالد ځدراڼ زياته کړې، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو د پېښي شاهدان آماج ته وايي، چې په دې پېښه کې تر درېيو زيات کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

له یوې خوا آماج ته د پېښي رسېدلي ویډیوګان  ښيي چې په دې چاودنه کې د سيمې شاوخوا کورونه سوځېدلي دي.

د کابل لوېدیځ د هېواد د هزارګانو مېشت ځای دی چې په ورستیو کلونو کې تل د طالبانو او داعش د ځانمرګو بریدونو تر نښي لاندي راغلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ