د افغانستان وضعیت، د اُزبېکستان له چارواکو سره د توماس وسټ د خبرو اترو محور

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ اُزبېکستان ته په سفر کې، د یاد هېواد له چارواکو سره د افغانستان او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

وسټ تېره ورځ د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره ویلي؛ چې تاشکند ته یې دوه ورځنی سفر درلود او د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو سره د خوښې وړ موضوعاتو باندې خبرې‌اتر کړې دي.

نوموړي د اُزبېکستان د امنیت شورا مرستیال، بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي سره لیدونو ته په اشارې سره لیکلي؛ چې تاشکند یې له لاسته راوړنو دوه ډکې ورځې درلودې.

نوموړي زیاته کړې؛ چې تاشکند د افغانستان خلکو په ملاتړ کې اصلي رول لوبوي.

د وسټ په وینا؛ تاشکند د افغانستان برېښنا تامینولو ته دوام ورکوي او د اُزبېکستان رهبري له طالبانو سره د ترورېزم، بشرحقونو او ثبات ګډو لومړیتوبونو باندې همکاري کړي.

د امریکا ځانګړي استازي همداشان په تاشکند کې د افغانستان ځینو استوګنو هېوادوالو سره هم لیدلي او د بشر حقونو، د ښځو حقونو او افغانستان کې د ټول‌ګډونه سیاسي بهیر په هکله یې د دوی وړاندیزونه اورېدلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ