توماس ويسټ له عبدالله سره په خبرو اترو کی ښوونځیو ته د نجونو پر ژر تر ژره را ستانه کېدو ټینګار وکړ

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د جمعې په ورځ (د غويي ۲) د ملي پخلاینې د عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره, ښوونځيو ته دنجونو ژر تر ژره را ستنېدو د افغانستان د خلکو غوښتني په اړه, ټلیفوني خبري وکړې.

تر دې وړاندي هم ښاغلی وِسټ د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کی له طالبانو غوښتی و څو د افغانستان د دیني رهبرانو او مشرانو غوښتني ته پام او د نجونو پر زده کړي باندي محدودیتونه لېري کړي.

په دې ليدنه کي د امریکا استازي د خواخوږۍ په څرګندولو سره په افغانستان کې وروستي بریدونه «غمناک» بللي دي.

د طالبانو د ژمني پر اساس تمه کېده د روان لمریز کال د وري په درېمه کي تر څو میاشتو تړل کېدو وروسته په ټول هیوادکي د نجونو ښوونځۍ پرانیستل شي; خو په همدې ورځ د طالبانو پوهني وزارت اعلان وکړ چي تر ښپږم ټولګۍ پورته د نجونو ښوونځۍ تر ثاني امر به همداراز تړلي وي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ