توماس وسټ د هرات د ګازرګاه جومات د چاودنې د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، توماس وسټ وايي چې د هرات ولایت پر ګازرګاه جومات برید، یو ترهګریز عمل دی او عاملین یې باید محاکمه شي.

ښاغلی وسټ په یو ټویټ کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلی: «موږ د ترهګرۍ دا بې معنا عمل غندو او غواړو چې عاملین یې عدالت منګولو ته وسپارل شي.»

د یادولو وړ ده چې د هرات ګازرګاه جومات خطیب، مولوي مجیب‌الرحمن انصاري او ۴۵ تنه نور تېره ورځ (جمعه) له دغه جومات څخه بهر په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ