د تاشکند غونډه؛ ویست: ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي

لخوا Aamaj News

د تاشکند په غونډه کې له ګډون وروسته د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ویلي چې د غونډې ټولو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو ښوونځي ته ستنې شي. نوموړي ټینګار کړی چې دا بې بنسټه بندیز باید پای ته ورسیږي.

نوموړي نن (چهارشنبه د زمري ۵مه) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې ټول په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین دوام ته اندېښمن دي.

د امریکا ځانګړي استازي دې ته په اشارې سره چې هېواد یې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې د نړۍ یو له اصلي هېوادونو دی، زیاته کړې چې امریکا به د نړیوالو مالي موسساتو په مرسته د روغتیا، زده کړو، تغذیې او معیشت په برخو کې د افغانانو بنسټزو اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي چې دا د سیمې او نړۍ په ګټه ده چې د افغانستان پر اقتصادي ثبات متمرکز ووسي.

ویست زیاته کړې؛ چې د تاشکند غونډې ډېری ګډونوالو د ښځو او خبریالانو په وړاندې د محدودیتونو په ګډونو د بشر حقونو د نقض په اړه سختې اندېښنې وړاندې کړې دي.

نوموړي همداشان ویلي چې یو شمېر ګډونوالو افغانستان کې د القاعده، پاکستاني طالبانو تحریک او نورو «ترورېستي» ډلو شتون په اړه لندېښنې ښودلې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ