توماس وسټ: د طالبانو په رسمیت پېژندنه د دوی په چلند پورې تړلې ده

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وست وایي؛ چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه د افغانستان له ښاریانو سره د دوی پر چلند پورې تړاو لري. نوموړي وویل چې، که طالبان په دې برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي امریکا به هم شرایط برابر کړي.

وست له بي‌بي‌سي سره په دغه ځانګړې مرکه کې د افغانستان کنګل شویو پیسو څخه په امریکا کې د سپټامبر ۱۱ مې برید څخه پاتې خلکو ته د غرامت په ډول ورکولو په اړه وویل، چې خبرې روانې دي او تر اوسه کومه پرېکړه نه ده نیول شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې: “موږ یو ډله بېلابېلو موضوعاتو باندې له طاابانو سره خبرې اترې کړې دي او دوی ته مو ویلي چې د شرایطو له برابرولو وړاندې، د طالبانو لخوا باید یو لړ ګامونه پورته شي.”

اړوند لیکنې

1 تبصره

blote tieten March 28, 2024 - 10:54 pm

… [Trackback]

[…] There you can find 92258 additional Information on that Topic: aamajnews24.com/ps/west-2/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ