د افغانستان چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ په جینوا کې د یو شمېر مرسته رسوونکو بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي؛ چې د طالبانو سیاستونه میلیونونه تنو ته مرستې رسول ګواښوي.
د افغانستان چارو کې د امریکا ځانګړي استازې تېره ورځ یو ټوېټ کې لیکلي، چې سویس په جینوا کې د دې بنسټونو له استازو سره په «مفصل بحث» کې دې پایلې ته رسېدلي، چې د طالبانو سیاستونه میلینونه تنو ته مرستې رسول ګواښوي.
وسټ ټینګار کړی دی؛ چې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو وضعیت له ترینګلتیا سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي له راپور ورکونې او لاسرسي څخه ملاتړ وشي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې؛ دې سفر کې یې د کډوالو نړیوال سازما او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره هم لیدلي.
دا اندیښنې په داسې حال کې دي؛ چې افغانستان کې د طالبانو یو کال واکمنۍ سره، ملګرو ملتونو او نورو مرسته کوونکو بنسټونو په څو ځلې د طالبانو سیاستونو د پایلو په اړه خبرداری وکړی دی، خو طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتونو ته له پام کولو پرته، پر ښځو د بندیزونو وضع کولو ته دوام ورکړی دی.