د امريکا ځانګړي استازي په سرپل کې د نجونو د مسموم کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د ښونځي د نجونو د مسموم کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

توماس ویسټ غوښتنه کړې چې د دې مسمومیت په اړه تحقیقات وشي او د ماشومانو امنیت باید خوندي وساتل شي.

ویسټ نن سهار (چهارشنبه د غبرګولي ۱۷‌مه) په یوه ټویټ کې لیکلي: “افغانان له ویرې او محدودیت پرته د زده‌کړو مستحق دي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه اونۍ په لومړیو ورځو کې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د “اب کلان” په سیمه کې د دوو دولتي لومړنیو ښوونځیو شاوخوا ۸۰‌ تنه زده‌کوونکي او ښځینه ښوونکې مسمومې شوې وې.

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده. پرون (سه‌شنبه د غبرګولي ۱۶مه) د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ویاندې نبیله مصر الي د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سرپل ولایت کې د ښځینه زده‌کوونکي او ښځینه ښوونکو مسموم کېدل یو “وحشیانه جنایت” بللی دی.

په اوس وخت کې د طالبانو د محدودیتونو له امله افغان نجونې یوازې په ابتدایه ښوونځيو کې د زده‌کړو اجازه لري. د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته نه‌شي تلای.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ